د افغانستان د خبریالانو مرکز: د رسنیو وضعیت او په رسنیو کې د ښځو احتمالي ممنوعیت ته اندېښمن یوو

د افغانستان د خبریالانو د مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت او په رسنیو کې د ښځو د احتمالي ممنوعیت د پایلو په اړه اندېښنه ښکاره کړې.

دې مرکز پرون چهارشنبې په یوه بیان کې دغه اندېښنه وروسته له هغې څرګنده کړې چې د طالبانو د امربالمعروف و نهی عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي په کابل کې د رسنیو له استازیو سره په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی چې که ښځې په رسنیو کې د را څرګندېدو پر مهال د دوی مشخصې لارښوونې مراعات نه کړي نو احتمال شته چې په رسنیو کې د ښځو پر کار بشپړبندیز ولګوي.

د بیان له مخې، د سې شنبې په ورځ د کابل په یوه هوټل کې د رسنیو له چارواکو سره د ښاغلي حنفي او د هغه د ویاند عبدالغفار فاروق د غونډې فضا دوستانه وه، خو پکې پر هغو محدودیتونو هم اندېښنې راپورته شوې چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ورسره مخامخ دي.

د بیان له مخې ،د دې وزارت ویاند سپارښتنه وکړه چې د رسنیو استازي دې د ده په وینا د جامو معتدلو اصولو ته پام کړي، ښځې دې له تورو جامو او د مخونو په پټولو سره چې یوازې سترګې یې ولیدل شي، راڅرګندې شې او هم دې له هغو ښځو سره چې حجاب نه مراعتوي یا هم خپل مخونه نه پټوي، له مرکو کولو ډډه وشي.

ښاغلي حنفي خبرداری ورکړی چې که دغه لارښوونې په پام کې ونه نیول شي، د دې احتمال شته چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ښځې په رسنیو کې له کار کولو منع کړي.

د ۲۰۲۱ کال له دوبي، له کله چې طالبان پرافغانستان واکمن شوي، په دې هېواد کې پرخبریالانو او د رسنیو پرکارکوونکو محدودیتونه زیات شوي چې د مطبوعاتو آزادي یې ډېره محدوده کړې ده.