الکسي ناوالني سبا په روسیه کې خاورو ته سپارل کیږي

د کریملین د سرسخت منتقد الکسي ناوالني د فبرورۍ په ۱۶ مه، د روسیې په یوه زندان کې ومړ

ټاکل شوې چې د کریملین د سرسخت منتقد الکسي ناوالني مړی سبا خاورو ته وسپارل شي.

د ۴۷ کلن ناوالني چې چارواکو یې د مړینې خبر له زندانه ورکړ، مړی یې د فبرورۍ په ۲۴ د هغې مور ته وسپارل شو.

د ناوالني ویاندې کیرا یارمیش پرون په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د مسکو په یوه کلیسا کې د دعا له مراسمو وروسته به د ناوالني مړی په نژدې، د بوریسوفسکوی په هدیره کې ښخ شي.

تراوسه نه ده څرګنده چې د ناوالني د مړي د ښخولو په مراسمو کې به څوک ګډون وکړي، خو د هغې میرمنې یولیا ناولانیا پرون د اروپا پارلمان ته په وینا کې وویل چې خاورې ته یې د مېړه د د سپارلو پر مهال د امنیتي ځواکونو احتمالي مداخلې ته اندېښنه لري؛ ځکه ډاډه نه ده چې په دې مراسمو کې به څوک ونه نیول شي یا به هغه په سوله ییز ډول ترسره شي.