د مهاجرت نړیوال سازمان، IOM په پکتیا ولایت کې له دوه نیم سوو کورنیو سره د ژمنیو مرستو خبر ورکوي.
د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې له دغو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وروسته له هغې وشوې چې په سیمه کې د اړو کسانو په اړه یوه ارزونه وشوه.
ویل شوي چې له اړو کورنیو سره د سون توکو لپاره د نغدې پیسو، شړیو او ژمنیو تودو جامو مرسته وشوه.
د مهاجرت نړیوال سازمان له دې مخکې د افغانستان لپاره د سخت ژمي اټکل کړی او له پاکستان او ایران څخه په زوره د افغان کډوالو له بیرته ستنولو سره یې دې په هېواد کې د بشري وضعیت لا خرابیدو ته اندېښنه ښکاره کړې وه.