د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د اعدامونو د ودرولو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د اعدامونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.

د دې کمېشنرۍ ویاند جرمي لاورینس Jeremy Laurence پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې تېره اونۍ په افغانستان کې په عام محضرکې د درېیو تنو اعدامیدو وېرولي دي.

د طالبانو د حکومت لخوا دوه تنه د تېرې جمعې په ورځ په غزني او یو تن د دوشنبې په ورځ په جوزجان کې اعدام شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي په عام محضرکې اعدامونه چې طالبان یې قصاص بولي، د بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې دي او سمدستي دې ودرول شي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنیدو راهیسې پنځه تنه د خپل عدلي سیسټم د پرېکړو او د خپل مشر ملاهبت الله اخوندزاده له تایید وروسته په عام محضرکې اعدام کړي دي.