د 'الکسي ناوالني' د جنازې مراسم په یوه کلیسا کې ترسره کېږي

۴۸ کلن ناوالني د فبروري په ۱۶مه په زندان کې مړ شو.

ټاکل شوې ده چې د کرملین د سیاسي مخالف الکسي ناوالني د جنازې مراسم د جمعې په ورځ د مسکو د مارینو سیمې په یوه کلیسا کې ترسره شي.

دا هغه سیمه ده چې یو وخت ناوالني په‌کې ژوند کاوه.

د ناوالني ویاندې کارا یارمیش په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې تر دې مراسمو وروسته به ناوالني هلته نژدې په هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

د ناوالني کونډې یولیا نن د اروپا پارلمان ته وویل چې له دې سره دا وېره ده چې امنیتي ځواکونه به په دې مراسمو کې مداخله وکړي.

دې زیاته کړه چې دا نه پوهیږي چې دا مراسم به په سوله‌ییز ډول ترسره شي که نه شي او پولیس به هغه کسان ونیسي چې د ناوالني وروستي دیدن ته ورځي.

۴۸ کلن ناوالني د فبروري په ۱۶مه په زندان کې مړ شو.