د افغانستان لپاره د ایران استازي یوځل بیا د اوبو د حقابې مسئله مطرح کړه

ارشیف: د هلمند سیند یوه څنډه

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي هیله ښکاره کړې چې تر تلې میاشتې به د هلمند د سیند اوبه ایران ته داخلې شي.

قُمي دا خبره نن د ایران ایسنا اژانس ته وکړه او زیاته یې کړه چې هېواد یې د خپلو اوبو د برخې مسئله جدي تعقیبوي.

قُمي وایي چې د اوبو په تړاو د ایران د انرژي وزارت خبرو د طالبانو له چارواکو سره هغه نتیجه ورنه کړه چې دوی یې تمه لرله.

ده په دې برخه کې نور جزییات ورنه کړل.

طالبان وایي چې د ایران د اوبو د حق په تړاو د ۱۳۵۱هجري شمسي کال تړون ته ژمن دي، خو د پرله‌پسې وچکالیو له امله د هلمند په سیند کې اوبه کمې شوې دي.