د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو خبرداری ورکړل شوی

تصویر له ارشیفه

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې نن د سېلونو د بهیدو خبرداری ورکړل شوی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت په کابل، کونړ، هلمند، پنجشېر، غزني، پکتیکا، پکتیا او فراه ولایتونو کې د سیندونو د اوبو د کچې د لوړیدو او د سېلونو د بهیدو خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د روانې اوونۍ د ورښتونو له امله په بامیان، غور او غزني کې یوشمیر لارې وتړل شوې.

د کابل-کندهار لویه لار هم پرون بنده وه چې بیا وروسته پرانیستل شوه.

په سالنګونو کې له یکشنبې راهیسې لار تړلې وه او نن سهار د طالبانو د فواید عامې وزارت د دې لارې د بیا پرانیستو خبر ورکړ، خو ویې ویل چې لاهم په سالنګونو کې واوره اوري چې د دې لارې د بیا بندیدو خطر شته.

د هوا پېژندنې د نړیوالو ادارو له اټکل سره سم به نن د افغانستان په پنځه ویشت ولایتونو کې واورې او بارانونه وي.