سالنګ لویه لاره بیرته خلاصه شوه

له ارشیفه د سالنګ یو تصویر

د سالنګ لویه لاره له دوه ورځني ځنډ وروسته نن سهار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي، د ټولګټو چارو وزارت له قوله د دې لارې د خلاصېدو خبر ورکړی.

د سالنګ لویه لاره د یکشنبې په ورځ د درنو واورو له ورېدو او سختو توپانونو وروسته د موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس ویلي دي چې د سالنګونو په ځینو برخو کې لاهم څه ناڅه واورې ورېږي او دا خطر شته چې دا لاره یوځل بیا په موقتي ډول بنده شي.