د اوکراین پوځ: اودیيفکا ښار ته له نژدې دوو کلیو مو ځواکونه وایستل

د اوکراین یو پوځي

د اوکراین پوځ وايي چې ختیځ اودیيفکا ښار ته نژدې له دوو نورو کلیو څخه یې هم خپل ځواکونه ایستلي دي.

د اوکراین د پوځ ویاند دیمیترو لیخووي پرون پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې اوکرایني ځواکونه له ستیپوف او سیویرني کلیو څخه چې د اودییېفکا په لویدیځ کې پراته دي، ووتل.

ویاند زیاته کړه چې پرون په سیویرني کې درنه جګړه وشوه.

د هغه په وینا، په دې جګړه کې روسي سرتېرو ته درانه تلفات اوښتي دي.

اودیییفکا د روانې میاشتې په لومړیو کې روسي ځواکونو ونیوه او داسې مهال چې اوکرایني ځواکونه د تجهیزاتو او وسلو له کمښت سره مخامخ دي اوکراین د روسیې پرضد د جګړې په ډګر کې یوه بله ماته وخوړه.