د پولنډ صدراعظم د اوکراین د غلو دانو د وارداتو د بندیز خبرداری ورکړ

د پولنډ صدراعظم، ډونالډ توسک

د پولنډ صدراعظم وايي، که اروپايي ټولنه د خپلو بازارونو د ساتنې لپاره اقدام ونه کړي، له اوکراین څخه د غلو دانو پر وارداتو د ملي بندیز د غځولو امکان نه شي ردولای.

د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۷) د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک د چک جمهوریت پلازمېنې پراګ ته د خپل سفر پر مهال وویل چې په دې بندیز کې به نور محصولات هم شامل وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې زرګونه پولنډي بزګران سړکونو ته راووتل او له اوکراین څخه د خوراکي توکو د واردولو او د اروپايي ټولنې د شنو قوانینو پر ضد یې خپلو اعتراضونو ته زور ورکړ.

په ګڼو اروپايي هېوادونو کې وروستۍ څو ورځې بزګران د لاریون په پار سړکونو ته وتلي او د اروپايي ټولنې له خوا یې د نویو «تړونونو» او د اوکرایین د غله دانو د بې درېغه وارداتو په وړاندې چې دوی یې غیرعادلانه سیالي بولي خپل غږ پورته کړی.