روسیې د الکسي ناوالني یو پخوانی وکیل نیولی

د کرملین د سرسخته پخواني منتقد الکسي ناوالني دوه اوونۍ مخکې د روسیې په یوه زندان کې ومړ

د کرملین د سرسخته پخواني منتقد الکسي ناوالني یو وکیل واسیلي دوبکوف نیول شوی.

روسي رسنیو د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۷) خبر ورکړ چې د روسیې پولیسو واسیلي دوبکوف د نامعلومو تورونو په تور نیولی دی.

تېره اوونۍ، واسیلي دوبکوف د ناوالني له مور، لیوډمیلا ناوالنیا، سره په شمالي قطب کې د سالخارد ښار ته لاړ او له چارواکو یې غوښتل چې د الکسي ناوالني مړی دوی ته وسپاري.

الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶مه د سایبریا په یوه زندان کې مړ شو.

د ناوالني درې پخواني وکیلان هم د نومبر په میاشت کې د افراطیت په تور نیول شوي وو.

د مسکو یوې محکمې په نومبر میاشت کې د تُوندلارۍ په تور د ناوالني د یوې بلې وکیلې اولګا میخایلووا د نیولو امر هم کړی و.