د موسمي ستونزو له امله په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسین ځنډول شوی

تصویر له ارشیفه

د افغانستان په څو ولایتونو کې د پولیو واکسیناسیون ځنډول شوی.

له پولیو څخه د پاک افغانستان پروګرام د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۷) په ایکس ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، که څه هم د افغانستان په ډیرو سیمو کې د پولیو واکسیناسیون روان دی، خو د واورو، باران او سړې هوا له امله په کاپیسا، پروان، رزګان، زابل، هلمند، کندهار، غزني، خوست، هرات او فراه ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ځنډول شوی دی.

دې پروګرام د افغانستان له خلکو غوښتي چې خپل ټول نوزیږي او ناروغ ماشومان هم واکسین کړي.

که څه هم د نړۍ په نورو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغي له منځه تللې، خو پاکستان او افغانستان یواځیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د دغې ناروغۍ پېښې پکې لیدل کېږي.