کریملین د کییف متحدانو ته خبرداری ورکړی

په بروکسل کې د ناټو پر مرکزي دفتر د دې ایتلاف بیرغ

کریملین د کییف متحدانو ته خبرداری ورکړی چې که اوکراین ته خپل سرتېري واستوي نو له ناټو سره جګړه به د روسیې ناچاري وي.

دا خبرداری وروسته له هغه ورکول کېږي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکروز وویل په اوکراین کې د روسیې د بریا د مخنیوي لپاره باید د اوکراین په ملاتړ دې هېواد ته د سرتېرو د استولو په ګډون هېڅ امکان له پامه ونه غورځول شي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د فبروري ۲۷مه د مکرون د څرګندونو په ځواب کې وویل چې اوکراین ته د ناټو د غړو له لوري د پوځي قطعو د لېږلو احتمال به یوه ډېره مهمه نوې کیسه وي.

کریملین وویل: "موږ باید د روسیې او ناټو ترمنځ د جګړې د احتمال نه بلکې د جګړې د ناچارۍ خبره وکړو."

مکرون پرون د فبروري په ۲۶مه په پاریس کې د اروپايي مشرانو له سرمشریزې وروسته وویل د دوی په غونډه کې په دې اړه چې د اوکراین په ګټه نور سمدستي اقدامات وشي پراخه اجماع وه.

د دې غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره باید اوکراین ته د منځني او لیرې واټن ویشتونکو توغنديو او بمونو د ورکولو لپاره یو ایتلاف رامنځ ته کړي.