ایران: ۱۱۳۶ تنه افغانان د حبس د پاتې مودې د تېرولو لپاره افغانستان ته لېږل شوي

ارشیف: د ایران د یوه زندان څنډه

ایراني چارواکي وايي، له زرو زیات افغان بندیان په تېر یوه کال کې د ایران له محبسونو څخه افغانستان ته سپارل شوي دي.

ایسنا خبري آژانس د ایران د عدلیې وزارت د محکومانو د لېږد د څانګې په حواله خبر ورکوي چې ایران ته د طالبانو د حکومت د څارنوالۍ د پلاوي له سفر وروسته په تېره یوه کال کې د ایران له زندانونو څخه ۱۱۳۶ تنه افغانان د حبس د پاتې مودې د تېرولو لپاره افغانستان ته لېږل شوي دي.

د ایسنا د خبر له مخې د ایران د عدلیې وزارت یوه چارواکي عسکر جلالیان په تهران کې د افغان سفارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي چې د دواړو هېوادو ترمنځ د محکومانو د انتقال، د مجرمانو د سپارلو او د مدني او جنایي چارو په قضايي برخه کې د همکارۍ موافقه لاسلیک شوې.

د خبر له مخې له ۱۳۹۲ کال راهیسې ۳۰۱۵ تنه افغان بندیان په ګډ سرحد کې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

نژدې یوه میاشت مخکې د طالبانو د حکومت کابینې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې له نورو هېوادونو سره خبرې وکړي او له زندانونو د افغان بندیانو دخلاصون لارې چارې ولټوي.