په شل اوریزو سیالیو کې د چټکې سلیزې ریکارډ مات شو

د نامیبیا کیڼ لاسي توپ وهونکي جان نیکول د یوې درې اړخیزې لوبلړۍ پرمهال د نيپال پر وړاندې په ۳۳ توپونو سلیزه وهلې ده.

د نامیبیا کیڼ لاسي توپ وهونکي جان نیکول د یوې درې اړخیزې لوبلړۍ پرمهال د نيپال پر وړاندې په ۳۳ توپونو سلیزه وهلې ده.

دا په شل اوریزو سیالیو کې تر ټولو چټکه سلیزه ده.

۲۲ کلن نیکول چې په ۵م نمبر توپوهنې ته راښکته شوی و په ۳۳ توپونو یې ۱۰۰ منډې پوره کړې دي.

هغه ۸ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې ووهلې.

تر نوموړي وړاندې دا ویاړ د نیپال د لوبغاړي کوشال مالا په نوم و چې په ۳۴ توپونو یې د نامیبیا خلاف سلیزه وهلې وه.

دا سیالي د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه نن سه شنبه په نیپال کې ترسره شوه چې د ۲۰ منډو په توپیر نامیبیا وګټله.