ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو کوم مهالوېش نه دی اعلان شوی

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ودانۍ

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان لپاره د دې سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره تراوسه کوم مهالوېش نه دی اعلان شوی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر ماښام د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه او د دې شورا دوره یي مشرې د ګیانا استازې کارولین ردودریګوز له غونډې مخکې وویل د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل د غونډې په اجنډا کې شامله ده.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک بېګا ناوخته خبریالانو ته وویل چې د ځانګړي استازي د ټاکلو مسئله په جدي ډول تعقیبېږي او کار پرې روان دی.

داسې ښکاري چې ملګرو ملتونو د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه تراوسه څوک نه دي نومولي، خو دوجاریک وویل چې کله کوم څوک غوره شو نو اعلان به شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یوناما په شتون کې د دې سازمان د بل ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه شته.