بایډن: که حماس د یرغمل شویو کسانو خلاصون ومني اسراییل به روژه کې جګړه ودروي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډڼ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډڼ وایي،که له حماس سره د برمته شویو یو شمېر کسانو د خلاصون موافقه وشي؛ اسراییل به د را روانې روژې میاشتې په جریان کې په غزه کې جګړه بنده کړي.

د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس ډله یوه ترهګره ډله ګڼي.

د متحده ایالاتو، مصر او قطر مذاکره کوونکي د یوې موافقې پرطرحې کارکوي چې له مخې به یې حماس د یوشمېر فلسطیني بندیانو د خوشې کولو او د شپږو اونیو لپاره د جګړې د درولو په بدل کې په لسګونو یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

سخت دریځې حماس ډلې د اوکتوبر پراومه پراسراییل له برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.

د مخکیني لنډ مهاله اوربند په ترڅ کې د اسراییل له زندانونو د یوشمیرفلسطیني بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې په لسګونو یرغمل آزاد شوي، خو ویل کیږي چې ترسلو زیات کسان لاهم یرغمل دي.