د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت په نوم یوه ایتلاف ته نن وینا کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېکین د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت په نوم د یوه ایتلاف AWERغونډې ته نن وینا وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی له دفتره بېګا ناوخته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا غونډه نن د افغانستان په وخت د ماښام په اوو بجو په بهرنیو چارو وزارت کې د بوستون پوهنتون او ددې وازرت په ګډ کوربه توب جوړیږي.

د اعلامیې له مخې، د دغه ایتلاف دې غونډې ته د خصوصي سکتور، مدني ټولنې، پوهنتونونو او حکومتونو استازي بلل شوي او دوی به د دغه ایتلاف د نویو نوښتونو او دا چې هغه له نورو لوبغاړو او شریکانو سره په څه ډول پرمخ وړل کېدای او ګډ هدفونه ترلاسه کیدای شي، خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د بهرنیو چارو وزارت او د بوستون پوهنتون ترمنځ دغه خصوصي ایتلاف چې په ۲۰۲۲ کال کې د ښاغلي بلېنکین له خوا رامینځته شوی، هدف یې زده کړې، کار او خصوصي سوداګرۍ ته د افغان ښځو او نجونود لاسرسي ملاتړ او په دې برخه کې د نوښتونو او همکاریو زیاتوالی ښودل شوی.

په افغاني ټولنه کې د افغان ښځو او نجونو د فعال ګډون په هدف دا غونډه داسې مهال جوړیږي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په څه باندې دوه نیم کلنه موده کې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړومنع شوي او ښځې هم په نادولتي موسسو او یو شمېر دولتي ادارو کې له کار کولو راګرځول شوې دي.