نن په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسین د ۴ ورځني کمپاین دویمه ورځ ده

تصویر له ارشیفه

په پام کې ده په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین د څلور ورځني کمپاین په ترڅ کې چې پرون په ۲۱ ولایتونو کې پیل شو، له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا اوه ملیونه او شپږ لکه ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له کورنیو او دیني عالمانو غوښتي دي چې د دې کمپاین په تطبیق کې مرسته وکړي.

تېرکال په افغانستان کې د پولیو شپږ پېښې ثبت شوې چې ټولې په ننګرهار ولایت کې وې، خو سږکال تراوسه د کومې نوې پېښې خبر نه دی ورکړل شوی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي تراوسه پکې ده او له منځه نه ده وړل شوې.