د ملګرو ملتونو یوې مسوولې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي کړنې وغندلې

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړې مسووله وايي، دوی په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي کړنې غندي.

په ملګرو ملتونو کې د ګیانا سفیرې کارولین رودریګوزبرکیټ چې د امنیت شورا دوره یي مشره ده، د ښځو، سولې او امنیت لپاره د ګډو ژمنو د ډلې په استازیتوب اعلامیه ولوستله او د طالبانو تر حاکمیت لاندې په افغانستان کې یې د بشري حقونو په رعایت ټینګار وکړ.

دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نننۍ غونډې تر پیل مخکې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ډلې غړي د طالبانو له حکومته غواړي چې ژر تر ژره د ښځو پر وړاندې خپلې تګلارې لغوه کړي چې په کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، د ښځو پر کار بندیز، د هغوی پر تګ راتګ بندیز او د بیان پر ازادۍ بندیزونه شامل دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې مېرمن رودريګوز برکيټ وويل چې تر اوسه دې څوکۍ ته څوک نه دي نومول شوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د امنیت شورا د نننۍ غونډې له مهمو موضوعاتو څخه ده چې طالبانو یې له وړاندې خپل مخالفت ښودلی دی.