د هند مشهوره سندرغاړی 'پنکج ادهاس' د ۷۲ کلونو په عمر ومړ

د هند مشهوره سندرغاړی پنکج ادهاس چې نن د فبرورۍ په ۲۶ مه د ۷۲ کلونو په عمر ومړ.

د هند یو مشهوره سندرغاړی پنکج ادهاس نن د فبرورۍ په ۲۶ مه د ۷۲ کلونو په عمر ومړ.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د ادهاس د کورنۍ په حواله دا خبر تایید کړی او لیکلي یې دي چې نوموړی له اوږدې مودې راهیسې په ناروغۍ اخته وو.

ادهاس د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۰ کال کې په سټېج کې سندرې پیل کړې او په ۱۹۸۶ کې د "چتهي آيي هې وطن سې" سندرې سره مشهور شو.

هغه د خپل څو لسیزو موسیقۍ فعالیت کې، ډېری معتبرې نړیوالې او ملي جایزې ګټلې دي.

په ۲۰۰۶ کې د هند حکومت پنکج ادهاس ته د "پدمشیري" په نوم د هنر ترټولو معتبره جایزه ورکړه.