د افغانستان په اړه د 'ریچارډ بینېټ' راپور د بشري حقونو شورا ته وړاندې کېږي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وایي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ده نوی راپور به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۹مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵مې غونډې ته وړاندې شي.

بینېټ دا خبره نن دوشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې کړې، خو د محتوا په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

خو هغه ویلي چې په دې غونډه کې به چې د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نیمې بجې پیلېږي، دا راپوروړاندې شي او د دولتونو او مدني ټولنې ترمنځ به نظریات تبادله شي.

دا به په روانه اوونۍ کې دوهم ځل وي چې د ملګرو ملتونو دوه مهم ارګانونه د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبې د تړلو دروازو تر شا په یوه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحث وکړي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش په دې غونډه کې په ټوله کې د افغانستان د وضعیت، د نوموړي په مشرۍ په دوحه کې د تېرې اوونۍ د غونډې او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړې استازې د ټاکنې پر مسئلو خپل راپور وړاندې وکړي.

دا غونډې داسې مهال جوړېږي چې پر افغانستان واکمن طالبان له بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو د زده کړې او کار په برخو کې پرجدي سرغړونو تورن شوي دي.