د هنګري پارلمان نن په ناټو کې د سویډن غړیتوب ته رایه ورکوي

د سویډن بیرغ

تمه ده چې هنګري نن په ناټو کې د سویډن غړیتوب تصویب کړي او په دې سره به د شمالي اروپا د دې هېواد پر وړاندې چې په دوو نړیوالو جګړو او هم له هغې وروسته د سړې جګړې په موده کې ناپېیلی پاتې شوی، وروستی خنډ لېرې شي.

اټکل کیږي چې د هنګري په پارلمان کې نن په دې اړه د رایو اخیستو بهیرښه مخ ته لاړشي او هغه هم وروسته له دې چې د سویډن صدراعظم اولف کریسترشون د تیرې شنبې په ورځ، د فبرورۍ په ۲۴ له هنګري څخه د کتنې په ترڅ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د وسلو یوه موافقه لاسلیک کړه.

د هنګري له نني اقدام سره به په ناټو کې د سویډن د غړیتوب پروسه چې څومیاشتې ځنډیدلې، بشپړه شي.

له دې مخکې انقرې په دې اړه له مخالفته لاس اخیستی او په دې تړون کې یې د سویډن غړیتوب تصویب کړی و.

سویډن وروسته له هغې د ناپېیلتوب له پالېسۍ لاس واخیست او په ناټو کې یې د غړیتوب غوښتنه وکړه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ.