ملګري ملتونه: د افغانستان په اړه د امنیت شورا نننۍ غونډه مهمه ده

د ملګرو ملتونو لوګو

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د دې سازمان د امنیت شورا نننۍ جوړیدونکې غونډه مهمه بولي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق تېر ماښام ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې وویل چې د امنیت شورا لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار ملاتړ خورا مهم دی.

تمه ده چې د تړلو دروازو ترشا دې غونډې ته به د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو او په دوحه کې د تېرې اوونۍ د غونډې په اړه خپل راپور او وړاندیزونه وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېره ډسمبرمیاشت کې د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د ترسره شوې اروزنې د سپارښتنو چې یوه هم پکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي ټاکل کیدل دي، ملاتړ وکړ.

خو طالبانو له دې کارسره مخالفت څرګند کړی او ویلي چې د یوناما په موجودیت کې د ځانګړي استازي ګومارنې ته اړتیا نشته.

په عین حال کې د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې هیدربار د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غونډې نیوکه کړې او ویلي چې افغانان، په تېره ښځې او نجونې چې د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي؛ حق لري چې پوه شي په دې غونډه کې څه بحثونه او پرېکړې کیږي.

نجونې او ښځې د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې چې څه باندې دوه نیم کاله پرې تېریږي، د نورو محدودیتونو ترڅنګ له منځنیو او لوړو زده کړو او هم په نادولتي موسسو کې له کارکولو منع شوې دي.