د طالبانو روغتیا وزارت: د ګوزڼ ضد پیل شوي کمپاین کې به ۷،۶ میلیونه ماشومان واکسین شي

تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، د ماشومانو د پولیو ضد واکسین کمپاین په ترڅ کې به چې نن د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې پیل شو، ترپنځو کلونو کم عمره ۷،۶ ملیونه ماشومان واکسین شي.

دغه کمپاین به په کابل، کندوز، تخار، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات ولایتونو کې تطبیق شي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان د طالبانو ترکنټرول لاندې باخترخبري آژانس ته وویل چې د پولیو د واکسین دغه دوم فرعي کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.

نوموړی له میندواو پلرونو او دیني عالمانو غواړي چې د دغه کمپاین په ښه تطبیق کې ورسره همکاري وکړي.

په روان میلادي کال کې تراوسه په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو تېر کال په دې هېواد کې ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټولې په ننګرهار ولایت کې وې.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه چې تراوسه پکې پولیو نه ده ختمه شوې.

پولیو، یا ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده چې هېڅ درملنه نه لري او یوازې په واکسین سره یې مخه نیول کېدای شي.