د سالنګ لويه لاره د سختو واورو له امله وتړل شوه

سالنګ لاره - آرشیف

د طالبانو د ټولګټو وزارت یو چارواکی وایي چې د درنو واورو او توفان له کبله د سالنګ لویه لار له تېرې شپې د ټولو وسایطو پرمخ وتړل شوه.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې په سالنګ کې سخته واوره اوري او په بېلابېلو ساحو کې د واورو اندازه تر یو متر زیاته ده.

حق شناس ویلي چې د ټولګټو وزارت له خلکو غواړي، څو تر بلې خبرتیا پورې د سالنګ پر لویه لار تګ راتګ ونه کړي.

د سالنګ لویه لار پلازمېنه کابل له ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونو سره نښلوي.

دا په روان ژمي کې څووم وار دی، چې د سالنګ لویه لار د ټرافیکو پرمخ تړل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپېژندنې ادارې د شنبې په ورځ ویلي وو چې یکشنبه او نن دوشنبه به د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې درنه واوره او باران اوري او په ځینو ولایتونو کې به سېلابونه وبهېږي.