ایران پر یمن د امریکا او برېتانیا وروستي بریدونه وغندل

په یمن کې د حوثي یاغیانو خلاف د امریکا او برېتانیا د بریدونو یوه څنډه

ایران پرون یکشنبه د امریکا د متحدو ایالتونو او برېتانیا له خوا پر یمن تازه حملې وغندلې او ویې ویل چې دا هېوادونه هڅه کوي چې په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو ته لمن ووهي.

د امریکا او برېتانیا ځواکونو د شنبې په ورځ په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو پر ۱۸ اهدافو حملې وکړې.

دا حملې په سره سمندرګي او عدن خلیج کې د حوثي یاغیانو له خوا د حملو په ځواب کې وشوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا او برېتانیا په دغسې حملو سره په سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو هڅه کوي او غواړي د جګړې او بې ثباتۍ لمن پراخه کړي.

اسوشېټېډ پریس اژانس د ځینو امریکايي چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي راپور ورکړی چې د امریکا او برېتانیا جنګي جټ الوتکو تېره شنبه په یمن کې اته ساحې وویشتلې چې میزاییل، راکټ لانچرونه، توغندي، بې پېلوټه الوتکې او د هوايي مدافع دستګاوې یې په نښه کړې دي.

دا د جنورۍ میاشتې له ۱۲مې څلورم وار دی چې د امریکا او برېتانیا پوځونه د حوثي یاغیانو خلاف ګډ پوځي عملیات کوي، خو امریکا په یوازې سر هم تقریباً هره ورځ د حوثیانو ځینې اهداف ولي.