هرات: طالبانو د پښتون زرغون د اوسپنې په یوه کان کې د ۱۴۰ میلیونه ډالره پانګونې خبر ورکړ

د افغانستان په نقشه کې هرات ولایت

طالب چارواکو د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې د اوسپنې په یوه کان کې د ۱۴۰ میلیونه ډالرو پانګونې اعلان کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس د هرات ولايت د طالبانو د کانونو او پټروليم د رييس فضل احمد منيب خاموش په حواله ليکلي دي چې د دغه کان د عوايدو شل سلنه د طالبانو بوديجې ته ځي.

خاموش زیاته کړه چې په هرات ولایت کې ۳۶ کانونه سروې شوي او د ۲۶ کانونو استخراج دوام لري.

په هرات کې د طالبانو د کانونو او پټروليم رييس ونه ويل چې د پښتون زرغون ولسوالۍ د اوسپنې په کان کې کوم هېواد يا کوم شرکت پانګونه کړې ده.

په ورته وخت کې د دغې پانګونې په اړه د هرات ولایت اوسېدونکو خبر ورکړی چې طالبان په دغه ولایت کې بنسټیزو پروژو ته هېڅ پام نه کوي.

دا مهال له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد لویه پروژه چې له هرات ولایت څخه هم تېرېږي، ځنډېدلې ده.