روسیې ۳۲ تنه د ناوالني د ملاتړ او پر اوکراین د برید د مخالفت په تور نیولي

د روسیې پولیس د یوې معترضې د نیولو پر مهال

په روسیه کې پرون لږ تر لږه ۳۲ کسان چې د کرملین د سیاسي مخالف الکسي ناوالني پر مړینه د ویر او پر اوکراین د روسیې د یرغل د دویمې کلیزې په مناسبت راغونډ شوي وو، نیول شوي دي.

د OVD-Info په نوم د بشري حقونو څارونکې ډلې راپور ورکړی چې دغه ۳۲ کسان د روسیې په نهو ښارونو کې نیول شوي دي.

له دې ډلې ۲۷ یې د ناوالني لپاره په یادګاري ساحه کې د ګلو ګېډۍ ایښودلې چې نیول شوې دي.

د کرملین دغه ۴۷ کلن منتقد الکسي ناوالني د فبروري میاشتې پر ۱۶مه د روسیې په یوه زندان کې تر نامعلومو شرایطو لاندې مړ شو.

د روسي سرتېرو دوې مېرمنې چې د یوې ډلې له خوا له سرتېرو سره د عادلانه چلند د غوښتنې لپاره په تنظیم شوي لاریون کې برخه اخیستې وه له درېیو نورو کسانو سره چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې خلاف راوتلي وو، نیول شوي دي.