د اوکراین لوی درستیز او دفاع وزیر د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه سفر وکړ

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف

د اوکراین د پوځ لوی درستیز اولیکساندر سرسکي او دفاع وزیر رستم عمروف د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه د قوماندې مرکزونه وکتل.

سرسکي نن یکشنبه ویلي، دوی د جګړې د ډګر د ارزونې او د دفاع د پیاوړتیا لپاره دغه ځایونه کتلي دي.

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پرون دوه کاله پوره شول، د کییف پوځ هڅه کوي د جګړې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې د روسي ځواکونو د مخکې تګ مخه تر ډېره ونیسي.

اولیکساندر سرسکی په ټلګرام کې لیکلي، روان وضعیت یې په تفصیل وارزاوه او پر نورو اقداماتو یې بحث وکړ.

ده ویلي چې له بې پېلوټه الوتکو او هوايي بمباریو د پوځیانو د خوندیتوب، دغه راز د جګړې د لومړۍ کرښې د مشخصو ساحو د استحکام ارزونه وشوه.