د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو بحث کوي

له ارشیفه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو د تالار تصویر

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا دوشنبه د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو په باب بحثونه وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش به امنیت شورا ته د نوي ځانګړي استازي د ټاکلو او د دوحې دوه ورځنۍ غونډې په باب راپور وړاندې کړي.

د دوحې غونډه تېره یکشنبه او دوشنبه د ملګرو ملتونو په کوربه توب وشوه چې د افغانستان پر ګڼو اړوندو مسایلو په کې خبرې وشوې.

د طالبانو حکومت چې د دوحې په غونډه کې ګډون نه و کړی، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی دی.