بایډن د سپوږمۍ پر سطحه د امریکا د فضايي وسیلې کښته کېدل هیجان پارونکی ګام وباله

د امریکا د فضایي پرمختګ یو اړوند تصویر

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د سپوږمۍ پر سطحه د امریکا د فضايي وسیلې د کښته کېدو بریا، د فضايي اکتشافاتو په نوي عصر کې یو هیجان پاروونکی ګام وباله.

ښاغلي بایډن پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د اودیسیوس فضايي بېړۍ ناسته، د امریکا د نبوغ، نوښت او کنجکاوۍ له کبله ممکنه شوه.

دغه فضايي وسیله چې په امریکا کې جوړه شوې وه، د یوه خصوصي شرکت له خوا په تېرو ۵۰ کلونو کې د لومړي وار لپاره تېره پنج شنبه د سپوږمۍ پر سطحې کښېناسته.