د برازیل د ولسمشر ادعا؛ اسراییل د فلسطینانو نسل وژنه کوي

د برازیل ولسمشر، لوئیس ایناسیو لولا دا سیلوا

د برازیل ولسمشر لوئیس ایناسیو لولا دا سیلوا پرون شنبه ادعا وکړه چې اسراییل د فلسطینیانو په وړاندې نسلوژنه کوي.

هغه تېره اوونۍ په غزه کې د اسراییل پوځي عملیات د نازیانو له خوا د هالوکاست له عامه وژنې سره تشبېه کړې وه چې دغو څرګندونو یې انتقادونه پارولي وو.

اسراییل د نسلوژنې ادعاوې رد کړي او وايي، دغه جګړه یې د توندلارې ډلې حماس پر خلاف ده.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون ویلي چې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال د اسراییل په بمباریو کې د ۹۲ وژل شویو فلسطینیانو مړي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، د اکتوبر له اوومې په روانه جګړه کې تر ۲۹زرو ۶۰۶ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۷۰زره نور ټپیان شوي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.