سرپل: طالبانو د «بداخلاقۍ» په تور په دُرو د دوو کسانو د وهلو خبر وکړ

له ارشیفه د سرپل ولایت یو تصویر

د طالبانو پر مجازاتوونکو اقداماتو د انتقادونو په منځ کې د طالبانو سترې محکمې پرون په سرپل ولایت کې د «بداخلاقۍ» په تور په دُرو د دوو کسانو د وهلو خبر وکړ.

دغې محکمې پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو تورنو کسانو دوسیې د ابتداييه محکمې له خوا نهايي شوې وې او دوی د بند موده هم تېره کړې ده.

دا لا څرګنده نه ده چې دغه کسان دقیقاً په کوم جرم تورن شوي او څومره وخت یې په زندان کې تېر کړی دی.

طالبانو تېره پنج شنبه په غزني کې دوه کسان د قتل په تور په عام محضر کې قصاص کړل چې دې اقدام یې په نړیواله سطحه انتقادونه وپارول.

پر طالبانو یو انتقاد دا دی چې په ټولو ادارو کې یې خپل کسان ګمارلي او د محاکمې په بهیر کې شفافیت نه شته.