د ناوالني مړی د هغه مور ته وسپارل شو

ناوالني د وړمې جمعې د فبروري په ۱۶مې د روسیې د یامالو نینتس سیمې په زندان کې مړ شو.

د کرملین د سیاسي مخالف او سخت منتقد الکسي ناوالني مړی د هغه مور ته وسپارل شو.

ناوالني د وړمې جمعې د فبروري په ۱۶مې د روسیې د یامالو نینتس سیمې په زندان کې مړ شو.

د ناوالني ویاندې کیرا یارمیش نن په ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د ناوالني مړی د هغه مور ته سپارل شوی دی.

ناوالني د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې له جرمني څخه تر راستنېدو وروسته د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شو.

هغه د مسمومیت له امله د درملنې لپاره جرمني ته وړل شوی و.

په هغه وخت کې ناوالني د روسیې حکومتي اجنټان د هغه په مسمومولو کې په لاس لرلو تورن کړل.