کرکټ؛ د ایرلینډ ملي لوبډله اماراتو ته رسېدلې

د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د درې لوبلړیو لړۍ پیل کړي.

افغان کرکټ بورډ ادارې نن د فبروۍ په ۲۴مه نېټه خبر ورکړی چې د ایرلینډ ملي لوبډله د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ ښار ته ور رسېدلې ده.

که څه هم کرکټ بورډ ادارې د افغان ملي لوبډلې د تمریناتو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو سرچینو ازادي راډیو ته منلې چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ټېسټ په نوملړ کې احتمالي شامل لوبغاړي په ابوظبۍ کې په تمریناتو بوخت دي.

ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړۍ ټېسټ سیالۍ د ابوظبۍ په ښار کې د فبروۍ په ۲۸مه نېټه پیل شي او د مارچ تر ۳یمې نېټې دوام وکړي.

تر یوازینۍ ټېسټ سیالۍ وروسته به د دواړو هېواودنو ترمنځ د ۳ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د مارچ په ۷مه نېټه پیل او په ۱۲مه به پای ته ورسېږي.

په دې سفر کې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د مارچ په ۱۵مه نېټه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلېږي او په ۱۸مه نېټه پای ته رسېږي.

د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د شارجه په لوبغالي کې ترسره شي.

د ایرلینډ ملي لوبډلې د دې سفر لپاره له تېرې یوې میاشتې راهیسې خپلې درې واړه لوبډلې اعلان کړي دي.

د ویلو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ لا هېڅ لوبلړۍ ته رسمي لوبډله نه ده اعلان کړې.