د افغانستان په اکثر ولایتونو کې د واورو، بارانونو او سېلابونو د بهېدو اټکل شوی

ارشیف

سبا او بل سبا د افغانستان په اکثر ولایتونو کې د درنو واورو، بارانونو او سېلابو د بهېدلو اټکل کېږي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند د وزارت د هوا پېژندنې د ریاست په وینا، په کابل، سمنګان، غور، دایکندي، رزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بامیان، میدان وردګ، بادغیس، جوزجان، سرپل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، پروان او بغلان کې یکشنبه او دوشنبه د ورښتونو امکانات شته.

په افغانستان کې که یوه لور ته اورښتونو ته بې کوره خلک اندېښمن دي، بل لور ته بزګران خوښ دي چې د وچکالۍ مخه به تر یوه بریده ورسره ونیول شي.