په خوست کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ شوی دی

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان په خوست ولایت کې د ښځو لپاره جلا بازار جوړ شوی چې پلورونکې او پېرودونکي يې ټولې ښځې دي. په دې بازار کې دوکاندارانې وايي چې د طالبانو له خوا د بندیزونو له امله ګڼې ښځې تر کوره محدوده پاتې شوې وې، خو اوس د دې بازار له لارې هغوی خپلې اړتياوې پوره کولای شي. طالبانو د ۲۰۲۲م کال په اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو، په ټولو غیردولتي او یو شمېر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار او له محرم پرته د هغوی پر سفر بندیزونه لګولي دي.

په خوست کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ شوی دی