په فلسطیني قلمرو او اسراییلو کې د سرغړونو په اړه د پراخو څېړنو غوښتنه شوې

په غزه کې د جګړې له کبله د ویجاړیو یو انځور

د ملګروملتونو د بشری حقونو ادارې په فلسطیني قلمرو او اسراییلو کې له بشری حقونو د سرغړونو په اړه د پراخو څېړنو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وولکر تورک پرون د فبروري ۲۳مه په یو بیان کې وویل، له سزا څخه خوندیتوب باید دوام ونه کړي او حساب کتاب باید وي.

هغه همداراز د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د غزې جګړه د تېرکال په اکټوبر میاشت کې وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس سختدریځې ډلې پر اسراییلو برید وکړ، له ۱۲۰۰ زیات کسان یې ووژل او څه باندې ۲۴۰ نور یې برمته کړل.

حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي.

د غزې د روغتیا وزارت چې حماس یې اداره کوي ویلي چې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په حملو کې تراوسه نژدې ۳۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.