د ناوالني خښولو لپاره د هغه مور ته درې ساعته مهلت ورکړل شوی

الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶مه د قدم وهلو په حال کې و چې ناڅاپه بېسده شو او له دې وروسته د هغه د مړینې خبر خپور شو.

د کریملین د سیاسي مخالفانو د مشر الکسي ناوالني ویانده کیرا یارمیش وايي، د دې هېواد د تحقیقاتو کمیټې د ناوالني مور ته مهلت ټاکلی و، چې د خپل زوی مړی په پټه خاورو ته وسپاري.

د ازادي راډیو روسي څانګه د مېرمن یارمیش له قوله خبر ورکوي چې دا وايي، د ناوالني مور ته پرون د فبروري ۲۳مه درې ساعته مهلت ورکړل شو چې دا شرط ومني که نه زوی به یې د شمالي قطب په نامعلوم ځای کې خښ شي.

مېرمن یارمیش زیاتوي چې د ناوالني مور لودمیلا ناوالنایا استدلال کاوه چې د زوی مړی یې باید له قانون سره سم دې ته ورکړل شي چې خاور ته یې وسپاري.

د دې اقدام نتیجه تراوسه نه ده معلومه شوې او خپلواکو سرچینو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې د محبسونو د ادارې چارواکو تېره اونۍ وویل، الکسي ناوالني د فبروري په ۱۶مه د قدم وهلو په حال کې و چې ناڅاپه بېسده شو او له دې وروسته د هغه د مړینې خبر خپور شو.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو دا پېښه غندلې ده او د ناوالني په مرینه یې ولسمشر پوتین ګرم بللی دی.