د طالبانو د حکومت ویاند وایي چې په افغانستان کې د اساسي قانون نشتوالی کومه ستونزه نه ده.
د افغانستان د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې ذبیح الله مجاهد نن یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، اسلامي شریعت یو جامع قانون دی او د ده په وینا، فقه په حکومت او نظام کې د هرسړي دنده ټاکي.
مجاهد زیاتوي چې په هېواد کې اوسمهال د قانون تشه نه شته ځکه شریعت حاکم دی.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت سترې محکمې په غزني ولایت کې د دوو کسانو د قصاص خبر ورکړ.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته لږترلږه دوه ځلې مخکې هم پر هغو کسانو چې په جنایي جرمونو مجرم پېژندل شوي قصاص تطبیق کړی دی.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د طالبانو له حکومته غوښتي جې د اعدام سزاګانې نور نو بندې کړي.
د بشري حقونو ډلې د طالبانو د حکومت پر عدلي او قضایي ادارو بې باوره دي او همداراز وايي چې تورن کسان د مدافع وکیل د لرلو په ګډون له خپلو ټولو حقوقو څخه برخمن نه دي.