ډبلیو‌ایچ‌او: روان ژمي کې د تنفسي ناروغیو له کبله لسګونه افغانان مړه شوي

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په افغانستان کې د روان ژمي پر مهال د تنفسي ناروغیو له کبله د لسګونه کسانو د مړینې او د زرګونه نورو د بستر کېدو خبر ورکړ.

په یوه راپور کې چې پرون جمعه خپور شو وايي چې په افغانستان کې د مني له پیله په تنفسي ساري ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی چې د راپور له مخې علت یې د هوا سړېدل دي.

په راپور کې راغلي چې په د روان میلادي کال په اوومه اونۍ کې له ۴۰ زرو زیات کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي او د دې ناروغیو په تړاو ۹۲ کسان مړه شوي، خو د کال په شپږمه اوونۍ کې چې د روانې فبروري میاشتې له پیل سره برابره وه، د ناروغانو شمېر له ۴۳ زیات و، او د دې ناروغیو په تړاو ۹۵ کسان مړه شوي دي.

په بیان کې راغلي چې د ۲۰۲۴ کال د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له ۲۸۶ زرو زیات افغانان په تنفسي ناروغیو اخته شوي او ۶۶۸ کسان له دې کبله مړه شوي دي.

د بیان له مخې د دې ناروغانو په سلو کې له ۶۳ زیات له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او په سلو کې نژدې پنځوس یې مېرمنې وې.

د دې ناروغیو له کبله په مړو خلکو کې هم په سلو کې له ۸۷ ډېر له پنځو کلونو کم عمره ماشومان او په سلو کې نژدې ۴۵ یې مېرمنې وې.