د افغانستان د کرکټ الف لوبډله د سیالیو لپاره سریلانکا ته ځي

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې ځینې لوبغاړي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله یا ابدالیان د روان کال په اپرېل میاشت کې د سریلانکا له الف لوبډلې سره د څو سیالیو لپاره دې هېواد ته ولاړه شي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د سریلانکا په کوربه‌توب په دې لړۍ کې به د افغانستان الف لوبډله له سیالې سریلانکایۍ لوبډلې سره پنځه یوورځنۍ او یوه څلورورځنۍ سیالي وکړي.

افغان کرکټ بورډ په یوه بیان کې چې بېګا خپور شو، ویلي چې دا لوبې د اپریل په ۲۸مه پیلېږي او د مې د تر ۱۴مې پورې دوام کوي.

له دې مخکې د هېواد ملي لوبډله د سریلانکا مېلمنه وه چې په ترڅ کې یې دواړو لوبډلو یوه ټېسټ، درې یوورځنۍ او درې شل اووریزې لوبې وکړې.

په دې لوبلړۍ کې افغان لوبډله ښه ونه ځلېده.