اروپايي ټولنې د روسیې په وړاندې د بندیزونو درېیمه بسته اعلان کړه

د اروپايي ټولنې د مرکزي دفتر پر ودانۍ د دې ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت د روسیې په وړاندې د بندیزونو درېیمه بسته اعلان کړه.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل، نن جمعه په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی د روسیې د پوځي او دفاعي سکټور په وړاندې د مجازاتوونکو اقداماتو د سختولو په حال کې دي.

هغه زیاته کړې چې د روسیې جنګي ماشین ته د ګوزار ورکولو او له ځانه د اوکراین د مشروع دفاع لپاره په مبارزه کې یوموټي پاتې کېږي.

دغه تازه بندیزونه د روسیې دفاعي صنعت په نښه کوي او د ۱۰۶ کسانو او ۸۸ بنسټونو شتمني کنګل کوي او پر سفرونو یې بندیز لګېږي.

له دې سره د هغو اشخاصو او بنسټونو شمېر ۲۰۰۰ ته ورسېد چې د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له خوا د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته د زیان اړولو له کبله بندیزونه ورباندې لګول شوي دي.