د امریکا ولسمشر پر روسیې د څه باندې ۵۰۰ نورو بندیزونو بسته اعلان کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر پر روسیې د څه باندې ۵۰۰ نورو بندیزونو بسته اعلان کړه چې علت یې په اوکراین کې د مسکو روانه جګړه او د کرملین د منتقد الکسي ناوالني مړینه وه.

جو بایډن په عین حال کې د امریکا په کانګرس کې له استازو جرګې غوښتنه وکړه چې د کییف لپاره د مالي مرستې غوښتل شوې بسته تصویب کړي.

د سپینې ماڼۍ په هغه اعلامیه کې چې نن خپره شوې جو بایډن ویلي، دغه بندیزونه به هغه اشخاص په نښه کړي چې د الکسي ناوالني له زنداني کولو سره ارتباط لري، دغه راز به د روسیې مالي سکټور، د دفاعي صنعتي بنسټ، د تدارکاتو شبکې او په څو لویو وچو کې له بندیزونو پت شوي کسان په نښه کوي.

دغه اعلامیه داسې وخت خپره شوې چې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل سبا دوه کاله پوره کېږي.

بایډن په اعلامیه کې ویلي، دغه بندیزونه به دا تضمین کړي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل بهرني تهاجم او په روسیه کې دننه د فشارونو له کبله نوره هم درنه بیه پرې کوي.

د اوکراین لپاره ۶۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د مالي مرستې بسته د امریکا د مشرانو جرګې له خوا تصویب شوې، خو د جمهوریپالو تر ولکې لاندې استازو جرګه کې لا تصویب نه ده.