د یوه خصوصي شرکت فضايي وسیله د سپوږمۍ پر سطحه راښکته شوې

د انټیوټیف ماشینز په نامه خصوصي شرکت چې دغه فضايي وسیله یې جوړه او تنظیم کړې، وايي چې د دوی دا وسیله د سپوږمۍ پر سطحه په ناستې بریالۍ شوه.

د یوه خصوصي شرکت فضايي وسیله پرون پنجشنبه د سپوږمۍ پر سطحه راښکته شوه چې دا په تېرو ۵۰ کلونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د یوه خصوصي شرکت بله مهمه تجربه ګڼل کېږي.

له دې وسیلې سره تماس ډېر کمزوری و، خو بلاخره د الوتنې کنټرولوونکي وتوانېدل چې بېرته سم تماس ورسره ټینګ کړي.

د انټیوټیف ماشینز په نامه خصوصي شرکت چې دغه فضايي وسیله یې جوړه او تنظیم کړې، وايي چې د دوی دا وسیله د سپوږمۍ پر سطحه په ناستې بریالۍ شوه.

دغه شرکت نور تفصیلات نه دي ورکړي چې دغه وسیله د سپوږمۍ پر کومه برخه کېناسته او ایا د سپوږمۍ لوېدیځ قطب ته څېرمه پر ټاکل شوي هدف کېناسته که‌نه.

دغې وسیلې خپل دغه سفر چې درې لکه او ۸۴زره کیلومتره و، د فبروري پر ۱۵مه پیل کړی و.

د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره توانېدلې وه، په ۱۹۷۲م کال کې د اپولو ۱۷ ماموریت په مرسته د سپوږمۍ پر فضا خپله وسیله کېنوي چې ستورمزلي هم په کې وو.