د هند پېژندل شوي سندرغاړي 'انوپ جلوټا' په لومړي ځل یوه افغاني سندره ویلې

جلوټا په جرمني کې د افغان سندرغاړې فرشتې سما په همکارۍ په دري ژبه د 'در دامان صحرا' په نوم دغه سندره ثبت کړې ده.

د هند پېژندل شوي سندرغاړي انوپ جلوټا په لومړي وار یوه افغاني سندره ویلې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، جلوټا په جرمني کې د افغان سندرغاړې فرشتې سما په همکارۍ په دري ژبه د 'در دامان صحرا' په نوم دغه سندره ثبت کړې ده.

انوپ جلوټا چې په ګڼو ژبو غزلونه او نورې سندرې ویلي، دا لومړی وار دی چې په دري ژبه یوه سندره ثبتوي.

دغه پخوانۍ سندره د افغان کمپوزیټور نینواز له خوا کمپوز شوې چې تر دې مخکې د احمد ظاهر په ګډون نورو سندرغاړو هم ویلې ده.

جلوټا ویلي، له افغانستان سره خاصه مینه لري، ځکه یې پرېکړه وکړه چې د دغه هېواد په یوه رسمي ژبه سندره ووايي.

هغه ویلي چې د هند کلاسیکه موسیقي په افغانستان کې خورا زیات محبوبیت لري او ځینې افغان سندرغاړي هندي راګونه وايي.