سټولټنبرګ: د ناټو متحدانو کییف ته د پرمختللو وسلو د ورکولو لپاره دریځونه د پام وړ بدل کړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې د ناټو متحدان ژمن دي څو ډاډ ترلاسه کړي چې اوکراین د روسي ځوکونو د تهاجم پر وړاندې بریا ترلاسه کوي.

سټولټنبرګ له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د ناټو متحدانو کییف ته د پرمختللو وسلو د ورکولو لپاره خپل دریځونه د پام وړ بدل کړي دي.

د ناټو سرمنشي پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسبت ویلي: "له اوکراین سره پیوستون نه یوازې سم کار دی، بلکې زموږ د امنیت په ګټه هم دی."

هغه ویلي چې تمه لري چې د ناټو متحدان د اوکراین د امن د تضمین لپاره لا نور اقدامات وکړي.

روسیې پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل کړ چې سبا یې دوه کاله پوره کېږي.