طالبانو د مزار-ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د بیارغونې د چارو د پیل خبر ورکړ

ارشیف

د طالبانو حکومت د مزار شریف-ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د بیارغونې د چارو د پیل خبر ورکړی دی.

ملي راډیو تلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د دې پروژې چارې د څه باندې شپږو میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې.

په خبر کې ویل شوي چې دغه پروژه به د ۷۵ کیلومترو په اوږدوالي د بلخ د مرکز مزار شریف له هوايي ډګره پیل تر ازبکستان پورې وغځېږي.

په دې مناسبت د ازبکستان د یوه هیئت د حضور خبر هم ورکړل شوی، خو په خپله ازبکستان د دې موضوع په باب رسماً تبصره نه ده کړې.

د طالبانو چارواکي وايي چې د مزارشریف- ازبکستان د اوسپنې پټلۍ بیارغونه به په درېیو میاشتو کې بشپړه او دغه پټلۍ به وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو شي.