هند کې یو افغان په غیرقانوني توګه د اوسېدو په تور نیول شوی

د ممبي یوه څنډه کې پولیس

په هند کې یو ۳۷ کلن افغان په دې تور نیول شوی چې ۱۷ کاله په هند کې په غیرقانوني ډول اوسېدلی دی.

د هند د ممبۍ ښار د جنايي تحقیقاتو څانګې پرون پنجشنبه ویلي، دغه افغان مستعار نوم پر ځان ایښی و او جعلي اسناد یې جوړ کړي وو.

پولیسو پرون ویلي چې دغه مشکوک سړی د چهارشنبې په ورځ د ممبۍ ښار په ودالا سیمه کې نیول شوی دی.

چارواکو ویلي، د پوښتنو ګروېږنو په وخت کې هغه خپل نوم ظاهر علي خان معرفي کړی او د اسنادو له څېړلو وروسته معلومه شوه چې په خټه افغان دی.